دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۹
د مطلب کود : 260367
په پاریس کې افغان کډوال شپه او ورځ په سړکونو تېروي
د فرانسې د پلازمېنې پاریس په یوه برخه کې یو شمېر بې اسناده افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس: یو شمیر افغان کډوال چې د پولیسو له خوا د مهاجرینو له کمپ څخه ایستل شوي اوس په سړکونو کې شپې او ورځې تیروي.
 
 دغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنې دوسیه یې د محکمې له خوا رد شوې وايي، له شپږو میاشتو راهیسې په سړکونو ویده دي او هر چېرې چې ځي، مرسته نه کېږي او وايي چې ستاسو دوسیه د محکمې له خوا رد شوې ده. د دوی په وینا دا کار د بشري حقونو د اصولو خلاف دی.
 
 باید وویل شي چې د پاریس په شمال کې له یوه کمپ څخه شاوخوا زر تنه کډوال چې ډېری یې د افغانستان او افریقايي هېوادونو دي، ایستل شوي دي.
 
 د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه نوي راپور کې اندېښنه ښودلې چې سږ کال په نړۍ کې د کډوالو په شمېر کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په دغه راپور کې د دغو کډوالو شمېر ۲۶ میلیونه او ۷۰۰ زره ښودل شوی دی.
 
 له سوریې، وینزویلا او اوکراین وروسته افغانستان د نړۍ څلورم هیواد دی چې خلک یې بې ځایه کیدو ته اړ شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcjmye8auqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته