دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 260898
په بدخشان کې د مڼو په حاصلاتو کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی
د بدخشان د کرنې ریاست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۳۲۰۰ ټنه مڼې حاصل شوي چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: احسان الله سراجی؛ د بدخشان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو رئیس افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال په بدخشان کې په زر هکتاره ځمکه د مڼو ونې کرل شوي چې له دې جملې څخه یې ۳۲۰۰ ټنه حاصلات ترلاسه شوي دي.
 
سراجي زياته کړه، چې تېر کال په دغه ولايت کې درې زره ټنه مڼې راټولې شوې وې، چې شپږ اعشاريه اووه سلنه زياتوالى ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، د دې ولايت په ٢٢ ولسواليو او مرکز کې مڼې کرل کېږي.
 
په همدې حال کې د بدخشان یو شمېر بڼوال د مڼو د حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي. خو دوی د خرڅلاو لپاره د بازار له نشتوالي او د ذخیره کولو لپاره سړو خونو څخه شکایت کوي.
 
بدخشان د هېواد یو له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې مڼې یې په مني کې کرل کېږي
https://avapress.com/vdci3uarvt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته