دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 260946
د هېواد د ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله به نن د ترکمنستان له لوبډلې سره مخامخ شي
د هېواد له ۱۴ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به نن دوشنبه د عقرب په ۲۳ مه نېټه د منځنۍ اسیا د فوټبال سیالیو د ګروپ پړاو په دویمه لوبه کې د ترکمنستان له ملي لوبډلې سره مخامخ شي.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي: د منځنۍ اسیا د فوټبال د سیالیو په دوام به د دغه هېواد د فوټبال ۱۴ کلنه لوبډله نن دوشنبه د ترکمنستان له لوبډلې سره مخامخ شي.
 
په تېرو لوبو کې د ترکمنستان د دومره ښو پایلو په پام کې نیولو سره، د دغه هېواد د ځوانانو ملي لوبډله نن د دغه هېواد پر وړاندې په بریا سره شپږ نمرې ترلاسه کولای شي.
 
باید وویل شي، چې دا لوبه به نن د افغانستان پر وخت ماسپښین ۳:۳۰ بجې د تاجکستان په حصار لوبغالي کې ترسره شي.
 
د افغانستان د ١٤ کلنو ملي ټيم پخوانۍ لوبه د ايران د ځوانانو له نوي ملي ټيم سره وه چې د ١-٠ په توپير د دغه هېواد د ملي ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
 
https://avapress.com/vdcc0xqie2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته