دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۸
د مطلب کود : 261081
د اقلیم بدلون ۷۰ سلنه افغان ماشومان ګواښي
په داسې حال کې چې د نړۍ د مشرانو او استازو په حضور کې د مصر په شرم الشیخ کې د اقلیم د بدلون په اړه غونډه جوړه شوې وه، د ماشومانو د ساتنې مؤسسه راپور ورکوي چې د اقلیم بدلون د افغانستان ۷۰ سلنه ماشومان ګواښي.
افغان غږ خبری آژانس: د ماشومانو د ساتنې نړیوال مؤسسه (Save the Children)  وايي چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون به پر ټولو هغو ماشومانو اغیز وکړي چې د کورنۍ اقتصاد یې په کرنه پورې تړلی دی.
 
دغه مؤسسه نن (پنجشنبه، عقرب ۲۶) په یوه نوې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې روانه وچکالي به تر ۲۰۲۳ کال پورې دوام وکړي.
 
د دغه بنسټ په اعلاميه کې راغلي، چې د وچکالۍ له امله د بې وخته سېلابونو په رامنځته کېدو سره څاروي له منځه ځي، کروندې له منځه ځي، د اړتيا وړ خوراکي توکي کمېږي او د اوبو سرچينې له منځه ځي.
 
د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۲۷م کنفرانس یا (COP-27) د ۲۰۲۲ کال د نومبر له شپږمې تر ۱۸مې په مصر کې جوړ شوي.
 
په دې غونډه کې د څه باندې ۹۰ هېوادونو مشرانو او له ۱۹۰ هېوادونو څخه ۳۵ زره استازو ګډون کړی دی.
 
د ماشومانو د ساتنې انسټیټیوټ ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په روغتیايي مرکزونو کې د خوارځواکۍ د ماشومانو شمېر ۵۰ سلنه زیات شوی دی.
 
دې ادارې مخکې ویلي وو چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په روغتونونو کې د خوارځواکۍ له امله د اخته ماشومانو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېدلی و، خو په سپټمبر کې دغه شمېر ۴۲۷۰ ته ورسېد.
 
دغه انسټیټیوټ وايي، ژمی را روان دی او په افغانستان کې د خوراکي توکو زېرمې په کمېدو دي او د پسرلي د فصل له پای ته رسېدو سره به د دغو ماشومانو وضعیت نور هم خراب شي.
 
په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې مؤسسه ویاند عاشق الله مندوزي په وینا، په افغانستان کې ۲۷ میلیونه خلک د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند کوي، خو د دایمي وچکالۍ چې په ۲۰۲۰ کال له پیله او تر ۲۰۲۳ کال پورې به دوام وکړي، وړاندوینه کیږي چې خلک به له سختو ستونزو سره مخ کړي.
 
د اقلیم د بدلون په غونډه کې چې د نومبر په شپږمه په مصر کې جوړه شوې وه، د ملګرو ملتونو استازو افغانستان د نړۍ د هغو شپږو هېوادونو په کتار کې وټاکه چې د اقلیم د بدلون له نظره تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.
 
له دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و چې افغانستان سږ کال د اقلیم د بدلون له امله نږدې دوه میلیارده ډالره زیان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdjf0xfyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته