دخپریدو نیټه :جمعه ۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 261447
په تېرو دوو لسیزو کې له افغانستان سره د بریتانیا مرستې فساد او د بشري حقونو د سرغړونو لامل شوې دي
د بريتانيا د مرستو د څار ادارې په خپل يو راپور کې ويلي چې له افغانستان سره په تېرو شلو کلونو کې د دغه هېواد مالي مرستې د اداري فساد او له بشري حقونو د سرغړونې لامل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ګارډین ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (قوس ۳) د بریتانیا د مرستو د څار ادارې په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د دغه هېواد ۳.۵ ملیارده پونډه مرسته په افغانستان کې د فساد او بشري حقونو د سرغړونو لامل شوې ده.
 
د بريتانيا د مرستو د څارنې د ادارې په راپور کې راغلي، چې د دغه هېواد مالي مرستې په ډېر لنډ مهاله اهدافو متمرکزې دي او دا چې برتانيا د افغانستان په اړه د امريکا پر ستراتيژۍ لږ اغېز لري.
 
د څېړنو په یوه برخه کې ویل شوي، چې بریتانیا د افغان پولیسو د ملاتړ لپاره ۲۵۲ میلیونه پونډه لګولي، چې دغه راپور د برتانیا له مرستو څخه د پوښتنې وړ ګټه اخیستنه بولي. ځکه د دغه هېواد په مرستو کې د پولیسو د حقونو پر ځای د عملیاتونو پر مالي ملاتړ ټینګار شوی دی.
 
برتانیې له افغان حکومت سره د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ ۱ میلیارد پونډه او د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ ۲.۵ میلیارده پونډه مرسته کړې ده.
 
د دغه بریتانوي بنسټ راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا د سرمفتش ځانګړې ادارې (سیګار) تر دې مخکې هم د راپورونو په خپرولو سره له افغانستان سره د مرستو د رسولو په بهیر کې فساد افشا کړی و.
https://avapress.com/vdcjxve8auqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته