دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 262083
په بدخشان کې د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو بهیر پیل شو
د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت له مرکز څخه يې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې او د ټولو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو هڅې کوي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د کرنې رئیس قطب الدین دهنوی چې د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو د کمیسیون مشر دی، نن سه شنبه (قوس ۱۹) وویل چې د دغه کمېسیون یوه کمېټه په بدخشان کې د دولتي ادارو مسوولین جوړ شوي او د دولتي ځمکو د بېرته نیولو بهیر پیل شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، په لومړي ګام کې به په فيض آباد ښار کې د خواجه معروف د هديرې ١١٧ جريبه ځمکه چې زورواکو غصب کړې وه، بېرته ونيول شي.
 
د بدخشان د کرنې رئيس زياته کړه، چې د هديرې ځمکه له غصب وروسته پر خلکو پلورل شوې او د دې پروسې په ترڅ کې ټول جوړ شوي کورونه هم له منځه ځي او ځمکه د حج او اوقافو رئيس ته ورکول کېږي.
 
دهنوي وويل: هغه سيمې مو ويجاړې کړې چې کورونه يې نه دي جوړ شوي او هم مو د استوګنې د کورونو خاوندانو ته خبر ورکړى چې په يوه مياشت کې خپل کورونه پريږدي.
 
د بدخشان د کرنې رئیس ټینګار وکړ چې په تېرو ۷۰ کلونو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به ټولې بېرته له غاصبینو خلاصې شي.
 
هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې ډېرى ځمکې زورواکو غصب کړې او پر خلکو يې پلورلې.
 
په همدې حال کې یو شمېر هغه خلک چې کورونه یې د ویجاړېدو په حال کې دي وايي چې د ژمي په موسم کې به سرپناه نه لري او له ستونزو سره به مخ شي.
 
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته د سرپناه زمینه برابره کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د هېواد ټولې غصب شوې ځمکې بېرته دولت ته سپارل کېږي او تر دې دمه په یو شمېر ولایتونو کې دا لړۍ پیل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcg7x9xwak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته