دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 262118
د کابل ښاروالۍ له خوا ښاري بسونه فعال شوي
کابل ښاروالۍ وايي، په پلازمېنه کې یې د ترانسپورت د تنظیم په موخه ښاري بسونه بېرته فعال کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: دغه ادارې د ښاري ترانسپورت د تنظیم په موخه ښاري بسونه فعال کړي دي.
 
د بارکزي په وينا، اوس مهال د پامير سينما څخه تر هوايي ډګر او پامير سينما څخه تر احمدشاه بابا پورې پر لاره ښاري بسونه فعاليت کوي او ډېر ژر به د کابل ښار په ټولو سيمو کې ښاري بسونه جوړ شي.
 
بارکزي زياته کړه، پلان لري چې د کابل ښار په ټولو ولسواليو کې د خپلو اسانتياوو په پام کې نيولو سره د ښاري بسونو فعاليت پيل کړي.
 
هغه زیاته کړه، دا کار د ښاریانو لپاره د ښاري ترانسپورت له اسانتیا څخه په ګټې اخیستنې ترسره کیږي.
 
په ورته وخت کې د دغو بسونو یو شمېر چلوونکو په ښار کې د دولتي بسونو د فعالیت په اړه خوشبیني څرګنده کړه او له خلکو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
موټر چلوونکي قاسم وويل: "ښاروالۍ د خلکو د اسانتيا لپاره ترانسپورت جوړ کړى، څو خلک ارام وي، نور خلک په سړکونو د موټرو په انتظار وي."
 
موټر چلوونکي بصیراحمد وویل: خلک باید له موږ سره همکاري وکړي او موږ هم باید له خلکو سره همکاري وکړو، تر څو مو هېواد آباد شي.
 
له بلې خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په کابل کې د بسونو له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، د بس تمځایونه اوس په نشه يي توکو د روږدو کسانو په ځای بدل شوي دي.
 
د کابل اوسېدونکی احمد علي وايي: "ښاروالۍ دې دغه سټېشنونه فعال کړي او يا دې له دې ځايه لرې کړي، څو پوډر دلته نه راځي. سټېشن ته دننه شئ او وګورئ چې د کثافاتو په ډنډ بدل شوي دي."
 
په ښار کې د ښاري بسونو نشتوالی او ترانسپورتي بې نظمۍ هغه ستونزې دي، چې په تېرو څو کلونو کې يې تل د پلازمېنې اوسېدونکي ترې شکايت کاوه او اوس يې د فعالېدو په حال کې دي.
 
https://avapress.com/vdcfy0d0cw6dvya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته