افغان غږ خبری آژانس: د اوکراین ویبپاڼې فورم د شنبې په شپه (قوس ۱۹) لیکلي چې د ناروې حکومت د ډسمبر په میاشت کې له نړیوال بانک سره د یو میلیارد نارویژي کرونر (له ۱۰۰ میلیونو ډالرو معادل) یو تړون لاسلیک کړ چې له مخه يي په اوکراین کې د روسیې د توغندیز بریدونو له امله د زیانمن شویو زیربناوو په بیارغونه کې له دې هیواد سره مالي مرسته کوي.
د دغه رپوټ له مخې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم په یوه ویډیویي پیغام کښې د ناروې د دغه هېواد د بیارغونې لپاره د سل میلیونو ډالرو د تخصیص اعلان وکړ.
په دغه ویډیویي پیغام کې زیلینسکي وویل چې دغه بسته د اوکرایین د انرژۍ د زیربنا د بیارغونې لپاره د سل میلیونو ډالرو په ارزښت ده او ویې ویل: موږ له ناروې څخه پوځي، اقتصادي، سیاسي او بشري مرستې ترلاسه کوو.
هغه همدا راز په ټویټر کې لیکلي: "موږ د خپلو نارویژی ملګرو څخه مننه کوو چې د روسیې له بریدونو وروسته یې د زیربنا د بیارغونې او د اوکراین د بریښنا رسولو سیسټم بیا رغولو لپاره یو ملیارد نارویژي کرون (۱۰۰ ملیون ډالر) ځانګړي کړل."
زیلینسکي وویل چې د دې ډول ملګرو سره به د اوکراین هر کور ته بریښنا بیرته راستانه شي.