دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 262374
اسلام آباد ته د امام علي رحمان سفر؛ پاکستان او تاجکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي
د پاکستان او تاجکستان ولسمشرانو د ترهګرۍ په ګډون له سیمه ییزو ننګونو سره پر ګډې مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پر نږدې همکارۍ هوکړه وکړه او په هېواد کې یې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پاکستان رسمي سرچینو نن پنجشنبه (قوس ۲۴) اعلان وکړ چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان اسلام آباد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل.
 
د پاکستان د رسمي سرچینو په وینا، په دې کتنه کې دواړو خواوو د شانګهای د همکارۍ سازمان، د اقتصادي همکاریو سازمان او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون په نړیوالو فورمونو کې د دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو پر پیاوړتیا او د نږدې اړیکو په اړه موافقه وکړه.
 
دغه راز دواړو لورو د اسلام آباد او دوشنبه تر منځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د پياوړتيا او په افغانستان کې د امنيت او سولې له ټينګښت سره د مرستې په موخه هوکړه اعلان کړه او په افغانستان کې يې د يوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
 
پاکستان ته د تاجکستان د ولسمشر د سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو چارواکو د ترانزیټي سوداګرۍ، صنایعو او ټکنالوژۍ، د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې، انرژۍ او ګمرکونو په برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو په موخه د همکاریو ۸ تړونونه او تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
 
شهباز شریف او امام علي رحمان د ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د سیمه ییزو مسئلو د تعقیب لپاره د دوه اړخیزو اړیکو او متقابل تفاهم د پیاوړتیا په اهمیت ټینګار وکړ.
 
دتاجکستان جمهور رئيس امام علي رحمان پرون په دوه ورځني رسمي سفر دپاکستان دپخواني ولسمشر شهباز شريف په بلنه اسلام آباد ته ورسيد . نوموړی به نن (پنجشنبه) د پاکستان له ولسمشر "عارف علوي" سره وګوري.
 
په ورته وخت کې اسلام آباد ته د رحمان سفر د منځنۍ اسیا لپاره د پاکستان د بهرنۍ تګلارې له ځانګړې کړنلارې سره په ټکر کې دی، ځکه پاکستاني رسنۍ تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د پاکستان تر ټولو نږدې ګاونډی بولي.
 
https://avapress.com/vdcja8e8xuqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته