دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 262839
په تېر یوه کال کې د هېواد ملي موزیم څخه ۱۱ میلیونه کورنۍ او بهرنۍ سیلانیانو کتنه کړي دي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې څه باندې ۱۱ میلیونه کسانو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلی چې د ۱۱ میلیونو سیلانیانو له ډلې یې ۹۷۶ یې بهرنی سیلانیان دی.
 
هغه زياته کړه: په راتلونکي کې په هېواد کې د اسانتيا د رامنځته کولو او د سيلانيانو د راجلبولو په برخه کې ډېر پلانونه په پام کې نيول شوي او تر اوسه د تاريخي کلتور د ارزښتونو او لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې مهم ګامونه پورته شوي چې د اطلاعاتو او کلتور د ریاست تر ټولو مهم ماموریت دي.
 
قانع څرګنده کړه: د اسلامي امارت د رهبرۍ د مکتوب له مخې د مرکز او ولایتونو ټول چارواکي مکلف دي چې د هیواد د لرغونو اثارو او تاریخي ارزښتونو ساتنه وکړي.
 
نوموړي همداراز ویلي: اسلامي امارت د ۰۱۲ په نوم امنیتي قطعه جوړه کړې، چې دنده یې د هېواد د فرهنګي اثارو او تاریخي ارزښتونو ساتنه ده.
 
د قانع په وينا: ٠١٢ ځواکونو د تاريخي ابداتو د ساتنې په ترڅ کې ٢٥٠٠ لرغوني اثار چې قاچاق وړونکو غوښتل له هېواد څخه بهر ته ولېږدوي، بېرته ترلاسه کړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې د هېواد په ٣٣ ولايتونو کې د اطلاعاتو او کلتور رياستونو مسوولين د لرغونو اثارو په ثبتولو بوخت دي او د لرغونو سيمو د بيارغونې او د دغو اثارو د بيا راژوندي کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي.
 
قانع په ملي موزيم کې د اثارو په اړه وويل: اوسمهال د هېواد په ملي موزيم کې څه باندې اته زره تاريخي اثار ثبت او خوندي دي او هغه اثار چې له وروستيو پرمختګونو وروسته ګاونډيو هېوادونو ته قاچاق شوي وو، د قطر په همکارۍ پلورل شوي دي.
 
  قانع د خپلو خبرو په دوام کې وویل: په ۱۴۰۱ کال کې له ۱۱ میلیونو څخه زیاتو سیلانیانو له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه چې له دې جملې څخه ۹۷۶ تنه بهرني سیلانیان وو.
 
ده ټينګار وکړ چې داطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې دبهرنيو او کورنيو سيلانيانو د جلب او جذب په برخه کې زيات پلانونه لري .
 
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې څو کلنې جګړې د دغه هېواد د ډېرو تاريخي او لرغونو اثارو د ويجاړېدو او قاچاق لامل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcfm0d01w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته