دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 262848
د بلخاب لاره لا هم تړلې ده؛ حکومت: ژر به پرانیستل شي
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دوي اوونی تېرېږي، چې لا هم د دې ولسوالۍ او د دغه ولایت د مرکز تر منځ مواصلاتي لار نه ده پرانیستل شوې او خلک په پښو تګ او راتګ کوي. حکومتي چارواکي بیا هم ژمنه کوي چې دغه لاره به ژر پرانستل شي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بلخاب سرپل ولسوالۍ د اوسیدونکو په وینا، د ترانسپورتی لارې د اوږدې مودې بندیدو له امله د خامو موادو بیې دوه چنده شوي دي، د ناروغانو تګ راتګ هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
 
دوی وايي، چې د دې ولسوالۍ له ۵۰ تر ۶۰ سړي د ناروغ موټر په زور د درملنې لپاره د سرپل مرکز ته راټولوي.
 
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمد محسن نن (یکشنبه، قوس ۴) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د واورې ورېدو له امله له قم کوتل سیمې څخه د سرپل مرکز ته د بلخاب ترانسپورتي لار له دوو اونیو راهیسې بنده ده او حکومت تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.
 
د هغه په ​​وينا، په بازار کې د اومو موادو د بيو د دوه چنده کېدو تر څنګ د درملنې لپاره د ناروغانو لېږدول هم له ستونزو سره مخ شوي دي.
 
د بلخاب ولسوالۍ دغه اوسېدونکي زياته کړه، چې هره ورځ غواړي ناروغان د درملنې لپاره مرکز او يا مزارشريف ته ولېږدوي.
 
د بلخ یو بل اوسېدونکی سمیع الله هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې له دوو اونیو راهیسې حکومت هېڅ پاملرنه نه ده کړې او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.
 
په ورته وخت کې د سرپل د فواید عامې ریاست چارواکي په نږدې راتلونکي کې د بلخاب د لارې د پرانیستلو خبر ورکوي.
 
د سرپل د فواید عامې رئیس اسدالله مسرور افغان غږ خبری آژانس ته وویل: موږ وزارت ته زنګ وواهه او هغوی وویل چې نن به بلخاب ته د ترانسپورتي لارې د خلاصولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړو.
 
بلخاب د سرپل یوه له لرې پرتو ولسوالیو څخه ده، چې هر کال یې د واورو په ورېدو سره لاره تړل کېږي او اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfj0d0cw6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته