دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 262888
په بدخشان کې موټر بم چاودنه شوې
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، څو شېبې وړاندې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د دروازې مخې ته د موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې تر اوسه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي افغان غږ خبری آژانس ته وویل: چاودنه نن سهار ۹ بجې د امنیه قومندانۍ په دروازه کې شوې ده.
 
نوموړی وايي، چاودنې مرګ ژوبله اړولې، خو جزیات به یې وروسته شریک کړي.
 
په همدې حال کې د بدخشان د ولایتي روغتون مسوولینو هم افغان غږ خبری آژانس ته وویل، چې د چاودنې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر دې دمه ۳ مړي او ۳ ټپیان وروړل شوي دي.
 
د دوی په وینا د دې پېښې ټول قربانیان پوځیان دي.
 
دغه راز ويل شوي دي چې دبدخشان ولايت لپاره دطالبانو امنيه قوماندان مولوي عبدالحق هم وژل شوى دى . افغان غږ خبری آژانس په خپلواکه توګه د دې خبر پخلی نه دی کړی.
 
https://avapress.com/vdcjo8e8ouqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته