دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 262895
امریکا باید د بشردوستانه مرستو په پلمه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي
د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د امریکا د سفارت د شارژدافیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې امریکایان باید د بشردوستانه مرستو په پلمه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
افغان غږ خبری آژانس: مجاهد د یکشنبې په ورځ (جدی ۴) د یو ټویټ په خپرولو سره لیکلي: هغه بنسټونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د هېواد د قوانینو او احکامو په رعایت مکلف دي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د بشردوستانه مرستو تر عنوان لاندې د افغانستان اسلامي امارت د پرېکړو او چارواکو په اړه غیر مسوولانه څرګندونې وکړي او یا ګواښونه وکړي.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار د بندولو په اړه د اسلامي امارت د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې له دغې ډلې څخه د دې پرېکړې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
 
اغلې ډیکر د یکشنبې په ورځ د جدې په ۴ مه په خپل ټویټر ولیکل چې د بشردوستانه مرستو د تر ټولو سترې استازې په توګه له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل چې د ښځینه کارکوونکو په نشتوالي کې ښځو او ماشومانو ته د بشري مرستو د څرنګوالي په اړه وضاحت ورکړي.
 
هغه د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف د دې پرېکړې مسئول بولي.
 
د یادولو وړ ده چې د شنبې په ورځ (جدي ۳) اسلامي امارت یو لیکلي حکم صادر کړ چې په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو د کار کولو مخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdchwinim23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته