دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 263065
خبریالان باید د افغاني ټولنې واقعیتونه د خپل رسالت په توګه منعکس کړي
داطلاعاتو او کلتور وزارت دمطبوعاتي چارو مرستيال مهاجر فراهي وايي چې اسلامي امارت له خبريالانو څخه غواړي چې د افغاني ټولنې د حقايقو انعکاس خپل رسالت وګڼي .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د ولایتي همغږۍ شپږ میاشتنۍ غونډه پرون چهارشنبه (جدی ۷) په کابل کې جوړه شوه چې دوه ورځې به دوام وکړي.
 
په دې ناسته کې به د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمیټې غړي خپلې ستونزې په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او د رسنیو د قانون په اړه د اسلامي امارت له مسؤلینو سره شریکې کړي او یو شمېر وړاندیزونه او پوښتنې به هم ورته وړاندې کړي.
 
داطلاعاتو او کلتور وزارت دمطبوعاتي چارو مرستيال مهاجر فراهي پرون د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې د ولايتي همغږۍ په شپږ مياشتنۍ غونډه کې وويل: د رسنيو او خبريالانو د ستونزو هوارول د دغه وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.
 
مهاجر فراهي وويل، موږ له خبريالانو نه غواړو چې زموږ د ګټو لپاره کار وکړي، بلکې له هغوى څخه غواړو چې د خپل رسالت په توګه د افغانانو حقايق او واقعيتونه منعکس کړي.
 
له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار او وياند مفتي عبدالمتين قانع وويل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو او خبريالانو د ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې کړې دي.
 
  هغه يادونه وکړه، چې د خبريالانو د ستونزو د هواري په موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبريالانو له بنسټونو يو ګډ پلاوى ټاکل شوى او هغوى هم له يو شمېر رسنيو څخه ليدنه کړې ده.
 
د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب د کميټې مشر عبدالقديم سهاک د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه وغوښتل چې د خبريالانو په تېره بيا د ولايتونو د خبريالانو لپاره د روزنيزو کورسونو او سيمينارونو په جوړولو کې له دغه بنسټ سره همکاري وکړي.
 
په همدې حال کې په هېواد کې یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي له نشتوالي شکایت کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې له رسنیو سره همکاري وکړي.
 
https://avapress.com/vdch-xnim23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته