دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 263098
په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور پرته له دې چې د خلکو په منځ کې ویره او مایوسي رامنځته کړي بل څه نه دي کړي
په افغانستان کښې د ایران داسلامی جمهوریت ځانګړی استازی له العالم خبری چینل سره په مرکه کښې وویل په افغانستان کښې دامریکا شل کلن شتون له ترهګرۍ پرته بل څه نه دی رامینځته کړی .
افغان غږ خبری آژانس - کابل: حسن کاظمي قمي په دې مرکه کې زیاته کړه: امریکایانو په حقیقت کې په افغانستان کې د نوې فضا د رامنځته کیدو پر وړاندې رواني عملیات رامنځته کړل او دا بېړه چې خلک یې د هیواد پریښودو لپاره الوتکو ته راوستل د همدې تبلیغاتو پایله وه او غوښتل يې ووايي چې اوس امنيت نشته چې امريکا نشته.
 
کاظمي قمي زياته کړه: دويمه ستونزه دا وه چې د اشغال په وخت کې په حکومت کې ځينې داسې کسان هم وو چې د طالبانو له خوا يې ګواښ احساساوه، نويو ځواکونو چې کابل يې نيولى و، ځکه دا هغه کسان وو چې له امریکایانو سره همکاري يې کوله او د جهادي ځواکونو پر ضد وو.
 
هغه څرګنده کړه: امریکایان اندېښمن وو چې د طالبانو په راتګ سره به دوی ستونزې ولري، خو تر ټولو مهمه موضوع لومړی خبرې اترې وې، هغه دا چې د رواني فضا رامنځته کول دي. يعنې امريکايانو غوښتل؛ کله چې دوی ووځي، نور به امنیت نه وي او دا به د تاوتریخوالي ځای وي. په داسې حال کې چې امریکایان له افغانستانه ووتل او دا یې منلې وه چې د بېلګې په توګه به طالبان د کابل دروازو ته ورشي او هلته به د دوه اونیو لپاره د تعامل په فضا کې د افغانانو سره خبرې اترې تر سره کوي، خو امریکایانو دا غوره وبلله چې دا کار غیر مسوولانه وی.
 
کاظمي قمي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: کله چې امریکایان له افغانستانه ووتل په غیر مسوولانه شرایطو کې په دغه هیواد کې یوه نامناسبه فضا او وضعیت چې د امنیت مسئله هم پکې شامله وه؛ رامنځته شوه. امریکایانو ونه شو کړای چې امنیت ټینګ کړي او کله چې خپل نظامي ځواکونه له افغانستانه ووتل نو د ناامنۍ فضا رامنځ ته شوه، سربېره پر دې امریکایانو له دې مخکې هم هڅه کړې وه چې داعش تکفیري ځواکونه راولي. دا چې په سوریه او عراق کې د مقاومتی ځواکونو او د عراق او سوریې د خلکو له خوا د داعش په شان تکفیری ځواکونو له ماتې وروسته یو له هغو اقداماتو څخه چې هلته یې ترسره کړل، افغانستان ته د داعش د ځواکونو لېږدول وو.
 
هغه څرګنده کړه، په افغانستان کې د داعش نښې له افغانستانه د امریکا له وتلو څو میاشتې وروسته پیل شوې، داعش چې له سوریې او عراق څخه راغلی، نه هغه داعش چې دوه یا درې کاله وړاندې په پاکستان کې رامنځته شوی، په دغه هېواد کې راڅرګند شو.
 
کاظمی قمی زیاته کړه: د داعش پدیده یوه مهمه موضوع وه چې امریکا د افغانستان په وړاندې د امنیتی بحران په توګه استعمال کړه. یو بل بحران چې موجود وو د اقتصادي بحران مسئله وه، په دې شلو کلونو کې امریکایانو نه یوازې دا چې هیڅ اقدام ونه کړ، بلکې د افغانستان اساسي زیربناوې یې هم ویجاړې کړې، له همدې امله د طالبانو له راتګ وروسته د ناامنۍ سره سره د اقتصادي او معیشتي کړکیچ او د داعش ستونزي سره مخ شول.
 
https://avapress.com/vdcdns0xjyt09z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته