دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۹
د مطلب کود : 263206
معلوماتو ته د نه لاسرسي په اړه د باميان د خبريالانو شکايت؛ چارواکي: وضعیت مخ په ښه کېدو دی
د بامیان ولایت یو شمېر خبریالان وايي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په مرکز کې یو شمېر وزارتونو او عمومي ریاستونو د خپلو سیمه ییزو ریاستونو له خوا رسنیو ته د معلوماتو له وړاندې کولو مخنیوی کړی دی، خو ځايي چارواکي وايي چې وضعیت مخ په ښه کېدو دی.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت سیمه ییز خبریال سید احمد موسوي وايي، د بامیان ولایت یوشمېر سکتوري او سیمه ییزو ادارو خبریالانو ته له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده. کله چې د دغو ادارو له چارواکو څخه ځینو ته مراجعه وشي، دوی وايي چې د اړوندو وزارتونو له خوا دوی ته د مرکو اجازه نه ده ورکړل شوې.
 
د هغه په ​​وينا، د دغو رياستونو يو شمېر مسئولين وايي، چې د مرکې لپاره د اړوند وزارت وياند ته ورځي، په داسې حال کې چې ډېرى سيمه ييزې رسنۍ مرکز ته لاسرسى نه لري او که څه هم د اړوندو وزارتونو له رسنيز دفتر سره اړيکې لري، خو دوی ځواب نه ورکوي.
 
ښاغلي موسوي د څېړنيزو راپورونو د نه شتون په اړه هم اندېښنه وښوده او ويې ويل، چې په ډېرو بنسټونو او ادارو کې کله چې څېړنيز راپورونه چمتو کېږي، له ګواښونو او سپکاوي سره مخ کېږي.
 
له بلې خوا د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست سيمه ييز مسئولين د تيرو کلونو په پرتله له اوسني حالت څخه خوښي څرګندوي او وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي بهير ورځ په ورځ اسانه او ښه کيږي.
 
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی سیف الرحمن محمدی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د تیر یو کال په تیریدو سره اطلاعاتو ته د لاس رسی بهیر ښه شوی او اوس له لسو څخه زیات آزاد او دولتی خبریالان د بیلابیلو چارواکو له خوا په کار بوخت دی.
 
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې د حل په حال کې دي او اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي چې رسنیو ته د اسلامي شریعت له مخې ځواب ورکړي.
 
https://avapress.com/vdce7x8wpjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته