دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 263303
ایران تر اوسه د ۵ میلیونو افغان کډوالو کوربه دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د اتباعو او کډوالو د چارو عمومي مشر څرګنده کړه: دغه هیواد له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان او نورو هیوادونو د کډوالو د ښه کوربه توب په ډګر کښې پاتې شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو رئیس سید رضا دوست د سویلی ولایتونو د والیانو د ملی چارو د عمومی رییسانو د کنفرانس په څنډه کې وویل: د تېر کال د جولای په میاشت کې له پرمختګونو وروسته له دغه هېواد څخه شاوخوا یو میلیون او ۶۰۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته داخل شوي، چې یو شمېر یې افغانان دي.
 
هغه وویل چې اسلامي جمهوریت له ډیرې مودې راهیسې د افغانستان او نورو هیوادونو د کډوالو ښه کوربه توب لري او دوی یې هرکلی کوي.
 
رضا دوست ټینګار وکړ: د ایرانیانو میلمه پالنه په دې کلونو کښې په دغه هیواد کښې د افغانانو د اوسیدو سبب شوې ده.
 
د ايران د کورنيو چارو وزارت د ملي او مهاجرينو د چارو عمومي رييس وويل: اوسمهال په دغه هېواد کې له بېلابېلو اقشارو څخه پنځه ميليونه افغان مېلمانه مېشت دي.
 
هغه د افغانستان د اتباعو یا هغو کسانو چې د دې کال په لومړیو کې ایران ته داخل شوي وو، د ۱۹۹۵ او ۱۹۹۶ کلونو د سرشمیرنې پلان تطبیق ته په اشارې سره وویل: د سرشمیرنې دغه پلان د معلوماتو د بیا شمیرنې او تازه کولو، د نویو افغان اتباعو د تنظیم، پیژندلو او پلانولو په هدف ترسره شو.
 
دکورنيو چارو وزارت دبهرنيو اتباعو او مهاجرينو دچارو عمومي رييس په دوام وويل: زياتره هغه افغانان چې په دغه هيواد کې له نويو پرمختګونو وروسته ايران ته داخل شوي دي دښوونې او روزنې لپاره لازم شرايط نه لري او ددوى د اړتياوو په خاطر دښوونې او روزنې د آسانتياو د برابرولو لپاره هلې ځلې روانې دي .
 
هغه دې ته په اشارې سره چې نړیوالو سازمانونو د افغان اتباعو د داوطلبانه راستنیدو لپاره امتیازات ټاکلي دي وویل: په تیرو ۱۵ ورځو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت، افغانستان او پاکستان د چارواکو او ملګرو ملتونو په حضور کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوه.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام په ړنګیدو سره زیاتره هیوادوالو د کډوالۍ لاره خپله کړه او زیاتره یې د ایران او پاکستان هیوادونو ته کډوال شول.
 
https://avapress.com/vdccx1qi12bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته