دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 263327
د خصوصي او دولتي پوهنتونونو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې بهیر پیل شو
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي، په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ژبو او ادبیاتو د نصاب د بیا کتنې لړۍ پیل شوې ده. د هغه په وينا، د تعليمي نصاب تعديل او د هغې پراختيا اړخ ته پاملرنه د يوې ټولنې اړتيا او د پرمختګ ښه لار ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې وویل چې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ژبو او ادبیاتو د نصاب د بیا کتنې لړۍ پیل شوې ده.
 
ندا محمد ندیم زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی او دواړو ته اړتیا ده.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وویل: د نصاب تعدیل او د هغې پراختیایي اړخ ته پاملرنه د یوې ټولنې اړتیا ده او د پرمختګ ښه لاره ده.
 
په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه وویل: د هېواد ښوونیز نصاب به د دیني او ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د نړۍ له تعلیمي معیارونو سره برابر وي.
 
خيرخواه وويل: د پوهنتون له استادانو څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې داسې نصاب جوړ کړي، ترڅو زموږ ديني او ملي ارزښتونه په کې خوندي وي.
 
د دغه وزارت چارواکو دا هم ویلي، چې د ټولو څانګو او پوهنځیو نصاب به وڅېړل شي.
 
له بلې خوا د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي چې د تحصیلي نصاب په جوړولو کې باید کیفیت، انډول او له نړیوالو معیارونو سره همغږي په پام کې ونیول شي.
 
د پوهنتون استاد، سید جواد سجادي وايي، د کار بازار د حقیقي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره او له نړیوالو کړنلارو سره همغږي د تعلیمي نصاب یو له اړینو معیارونو څخه دی.
 
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د لوړو زده کړو سرپرست وزير د مکتوبونو په وېشلو سره د نجونو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسې وځنډولې او دغه پرېکړه يې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوه.
 
https://avapress.com/vdcirparyt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته