افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقبیان د
افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه وزارت هر کال د داخلي بې ځایه شویو لپاره ژمني پروګرامونه لري او د سږني ژمي په پروګرام کې له هرې بې ځایه شوې کورنۍ سره د 270 امریکایي ډالرو په اندازه مرسته وشوه.
حقاني زياته کړه، چې دغه وزارت د بېځايه شويو کسانو لپاره د کورونو په جوړولو کې مرسته کړې او په تېرو څو ورځو کې د سړې هوا له امله له بېځايه شويو سره وخت پر وخت مرستې کوي.
حقاني زياته کړه، چې هره ورځ له ايران او پاکستان څخه له دوه تر درې زرو پورې کډوال هېواد ته راستنېږي، چې د دغه وزارت له خوا راجستر کېږي او وخت په وخت ورسره مرستې کېږي.
هغه زياته کړه، د کډوالو چارو وزارت پر داسې پلان کار کوي، چې له بهرنيو هېوادونو راستانه شويو کډوالو ته چې کور نه لري ځمکې ووېشي او د کورونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
حقاني زياته کړه، چې په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال بايد د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا ورکړل شوي حقوق ولري.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه منفي ۳۵ درجو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تودوخې درجه منفي ته لوړه شوې او ډېری اړې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
باید وویل شي، چې ملګرو ملتونو ویلي، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.