دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 263834
د هرات په یوه فابریکه کې هره ورځ له ۱۲۰۰ څخه زیاتې بیټرۍ تولیدیږي
په هرات کې د لومړۍ بیټرۍ فابریکې مشر وايي، دغه فابریکه په ورځ کې د څه باندې ۱۲۰۰ بټریو د جوړولو ظرفیت لري او ۱۸۰ کسان په مستقیمه توګه په کار بوخت دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: یو ملي سوداګر او په هرات کې د بیټرۍ د یوې فابریکې مشر عبدالمتین قلندري وايي چې دا په هرات کې د بیټرۍ لومړنۍ فابریکه ده چې په ورځ کې د څه باندې ۱۲۰۰ بیټریو د جوړولو ظرفیت لري او په مستقیمه توګه ۱۸۰ کسان په کار بوخت دي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې له درې کلنو هڅو وروسته دوی توانېدلي، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه د عصري بیټرۍ د جوړولو ټول ټکنالوژي زده کړي.
 
دغه ملي سوداګر زياته کړه، چې له اوو مياشتو راهيسې يې په ازمايښتي ډول بېټرۍ توليدوي، چې د توليد اوسط حد ته رسېدلى او په راتلونکو څو مياشتو کې به د خپلې خوښې وړ توليدي کچې ته ورسېږي.
 
قلندري زیاته کړه، چې د اسلامي امارت له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره په څو ساعته ناسته کې دوی د ملي سوداګرو له یوې ډلې سره په هېواد کې د صنعت او سوداګرۍ د ودې په برخه کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې او د هېواد او هېوادوالو په ګټه یې خبرې کړې دي.
 
هغه له دولت څخه وغوښتل چې له کورنيو توليداتو څخه په استفادې د هېواد له پانګوالو څخه ملاتړ وکړي او د پوځي او ملکي دولتي مرکزونو د مصرفي اړتياوو د پوره کولو قرارداد له کورنيو توليدوونکو سره وکړي.
 
په همدې حال کې د هرات یو شمېر نور ملي سوداګر د هېواد له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په خاطر د کابینې د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي او وايي چې دې کار د کورنیو تولیداتو د پیرودلو کچه لوړه کړې او پانګوال هڅولي.
 
په هرات کې يو له ملي سوداګرو څخه صارم شېرزاد وايي چې د کابينې وروستۍ پرېکړې سوداګرو ته په ځانګړې توګه د ترانسپورت او ګمرکي تعرفو په برخو کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.
 
د هېواد دغه ملي سوداګر څرګنده کړه چې د صنعت وده د هر هېواد د پرمختګ او هوساینې لامل کېږي او له مسئولینو یې وغوښتل چې وضعیت روښانه وساتي او د پانګوالو چارو ته جدي پاملرنه وکړي.
 
يو بل ملي سوداګر نجيب الله په هېواد کې د امنيت د ټينګښت اهميت ته په اشارې سره وايي، چې په هېواد کې د امنيت له ټينګېدو سره، بېکاري کمه شوې، له بهر څخه به هېواد ته بوديجه راجلب شي او سوداګر به وهڅوي، چې په هېواد کې پاتې شي.
 
د هرات بیټرۍ شرکت له اوو میاشتو راهیسې د اوو میلیونو ډالرو په پانګونې سره خپل فعالیت پیل کړی دی.
 
هرات د هېواد په لوېديځ کې يو له امنو ولايتونو څخه دى، چې په تېر کال کې ګڼو پانګوالو په دې ولايت کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې، خو د برښنا نشتوالى او د ځمکې د وېش په پروسه کې د دوی له ستونزو څخه دي.
 
https://avapress.com/vdcbffb5arhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته