دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 263846
په شمال کې سړه هوا؛ د اوبو له کمښت څخه تر یخ وهلو سړکونو پورې
د شمال اوسېدونکي وايي، د سختې یخنۍ او د اوبو د نلونو یخېدو زرګونه کورنۍ د اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ کړي او د لارو په بندېدو سره د موټرو تګ راتګ هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سختو واورو اورښت د شمال او شمال ختیځو ولایتونو د ښاریانو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.
 
د دغو ولايتونو د اوسېدونکو په وينا، د اوبو د نلونو د بندېدو له امله خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي دي.
 
د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي غلام سخي افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د ښار د اوبو نلونه په بشپړه توګه بند دي او خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
 
په همدې حال کې د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست هم خبر ورکوي چې د بدخشان ولايت د مرکز فيض آباد ښار په اوومه ناحيه او يو شمېر نورو ولسواليو کې سلګونه کورنۍ د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دغه ولايت د اوبو پایپ په بشپړه توګه پرې شوى دى.
 
دغه راز د سمنګان، سرپل، جوزجان، فاریاب، تخار، بغلان او کندز ولایتونو اوسېدونکي هم د نلونو د یخنۍ او بندښت له امله د اوبو له نشتوالي شکایت کوي.
 
د اوبو د کمښت تر څنګ د لارو بندېدل د شمالي ولایتونو په ښارونو کې هم ستونزې را ولاړې کړي چې له امله یې د موټرو کرایې هم لوړې شوې دي.
 
د مزارشريف ښار موټر چلوونکي وايي، د سړکونو بندښت ورته تګ راتګ ستونزمن کړی او هر وخت د موټر د چپه کېدو احتمال شته.
 
يو تن ټکسي چلوونکي جاوېد افغان غږ خبری آژانس ته وويل: سړکونه په بشپړه توګه په واورو پوښل شوي، نو د موټر د خرابېدو امکان او د ترافيکي پېښې امکان هم زياتې شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې موټرونه له زنځير پرته تګ راتګ کوي، خو د يوه ډول زنځير (ويل چین) بيه درې زره افغانيو ته لوړه شوې او په دې اقتصاد سره د موټر چلوونکو لپاره يې پېرودل ستونزمن دي.
 
دغه راز د شمال اوسېدونکي وايي، د سړکونو د بندېدو او تګ راتګ له ستونزمن کېدو سره د موټر کرايه هم لوړه شوې ده.
 
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرې يوې اونۍ راهيسې په شمال کې د تودوخې درجه په بې ساري ډول تر شل درجې ښکته شوې ده، چې د ډېرو ولسواليو ترانسپورتي لارې يې تړلې دي.
 
https://avapress.com/vdceex8wpjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته