دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 263923
د شاه او عروس بند د پروژې کار به بیا پیل شي
د کابل والي په کاري غونډه کې د شکردرې ولسوالۍ د شاه او عروس بند کار د بیا پیلولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل د سمندري حوزې له مسئولینو او د ملي دفاع وزارت د ساختماني تاسیساتو له مسئولینو سره په یوه کاري غونډه کې د شاه او عروس بند د چارو د بیا پیل په اړه خبرې وکړې.
 
د انرژی او اوبو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو رئیس غلام جیلانی حق پرست رسنیو ته وویل: په دې کتنه کې د شاه او عروس بند د پروژو د پاتې کارونو د بشپړیدو او د دغه وزارت د کار د دوام په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
 
ټاکل شوې وه، چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ د شاه او عروس له بند څخه د ۱۴۰۰ لمریز کال د حمل تر میاشتې پورې د اوبو ایستلو ته چمتو شي.
 
د هېواد د اوبو د تنظیم د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه بند به د ۹،۳ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو او د ۱.۵ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري. همدارنګه دغه بند به ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
 
دا بند د ۵۲ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی او هر کال د کابل پنځه میلیونه ښاریانو ته د څښاک اوبه برابرولی شي.
 
د دولتي چارواکو په وینا د شاه او عروس بند په پرانیستلو سره به ۳۵۰۰ کورنۍ په مستقیمه توګه له ګټې برخمنې شي.
 
د شاه او عروس بند د جوړولو چارې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې، خو د هغه څه له امله چې چارواکي یې تخنیکي ستونزې بولي، په همدې کال کې یې کار ودرول شو.
 
له هغه وروسته د هېواد د انرژۍ او اوبو وزارت په ۲۰۱۶ کال کې د دغه بند د بیا کار پیل اعلان کړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغه بند د جوړېدو چارې له ډېرې مودې راهيسې د قانوني، تخنيکي، ډيزاين، استملاک او د کارکوونکو او متخصصينو د نه حاضرېدو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله په ټپه ولاړه وه.
 
https://avapress.com/vdcauenue49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته