دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 263985
کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر؛ په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره ملي خبرې مهمې دي
د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې آمنه محمد سره په کتنه کې په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین لپاره ملي بحث مهم وباله او ژر تر ژره یې پر پیلېدو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد د دغه سازمان له یوه پلاوي سره کابل ته سفر کړی، د حامد کرزي له دفتره نن چهارشنبه (جدی ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پلاوي په لومړي سر کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل.
 
په دې کتنه کې حامد کرزي له افغانستان سره د ملګرو ملتو د همکاريو له امله مننه وکړه او د دغو همکاريو د دوام غوښتنه يې وکړه.
 
پخواني ولسمشر په هېواد کې د نجونو لپاره د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو پر بیا پرانیستلو او خپلو دندو ته د ښځو پر راستنېدو هم ټینګار کړی دی.
 
پخواني ولسمشر په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین په موخه "ملي بحث مهم وباله او ژر تر ژره یې پر پیلېدو ټینګار وکړ."
 
د ملګرو ملتونو پلاوی چې په دې وروستیو کې کابل ته راغلی، د اسلامي امارت له چارواکو سره به هم وګوري.
 
https://avapress.com/vdcivparwt1aq32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته