دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 264991
په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۷۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د اسلامي امارت چارواکو په یوه اونۍ کې له ایران څخه هېواد ته د څه باندې ۷۰۰۰ افغان کډوال د راستنیدو خبر ورکړی او وايي چې دغه بهیر یې ګړندی کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: باختر دولتي آژانس نن یکشنبه د دلو په ۱۶ مه خبر ورکړ چې په تېره یوه اونۍ کې ۷۶۱۲ تنه افغان کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د نيمروز ولايت د کډوالو رئيس مولوي صديق الله نصرت وويل چې د دلو د مياشتې له اتمې څخه تر څوارلسمې نيټې پورې ٧٦١٢ تنه افغان مهاجرين د وريښمو لارې له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.
 
په همدې حال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې یوازې په تېر کال کې ۲۵۰ زره افغان کډوال پاکستان ته داخل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcgyt9xqak93y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته