دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 265135
د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: امریکا په افغانستان او عراق کې جګړه بایله
په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع پخواني وزیر ویلي چې امریکا په افغانستان او عراق کې جګړه بایللې او ویلي یې دي: د دې ناکامۍ ځواب باید ورکړل شي او پوځي جنرالان باید په دې برخه کې ځواب ووايي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د امریکا د دفاع پخوانی وزیر کریسټوفر میلر وایی چې د افغانستان او امریکا په جګړه کې یې هېواد ماتې خوړلی دی.
 
هغه زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان او عراق کې جګړه بایله، خو مسوولیت یې چا پر غاړه نه دی اخیستی.
 
هغه دا هم وویل، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځ له ناکامۍ سره سره، د دې ناکامۍ پړه کوم لوړ پوړي پوځي چارواکي پر غاړه نه ده اخیستې.
 
په ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال هم د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر تګلارې نیوکه کړې چې د افغانستان له اسلامي امارت سره یې اړیکې لرلې.
 
د مېلر دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تر دې مخکې هم یو شمېر امریکايي چارواکو له افغانستانه د امریکا پر غیر مسئولانه وتلو او ناکامۍ نیوکې کړې وې
https://avapress.com/vdchxmnim23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته