دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 265139
د افغانستان د اورګاډي پټلۍ استازي ازبکستان ته ولاړل
د هېواد د اوسپنې پټلۍ د ادارې له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر چارواکي، د ملي تدارکاتو ادارې او مالیې وزارت د استازو په ګډون یو پلاوی د حيرتان بندر د مسووليتونو د لېږد په هدف ازبکستان ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د هیواد د ریل پټلۍ د ادارې پلاوی چې د دغې ادارې د مشر ملا بخت الرحمن شرف له خوا اداره کیږي، نن ازبکستان ته ولاړ.
 
د دغه سفر موخه افغان لوري ته د حیرتان - مزار شریف د اورګاډي پټلۍ د مسئولیتونو د سپارلو د پروسې نهايي کول دي.
 
باختراژانس ته د اوسپنې پټلۍ دادارې د مطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې: د دغه پلاوي په جوړښت کې د د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر چارواکي، د ملي تدارکاتو ریاست او د مالیې وزارت استازي شامل دي.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي کرښې د مسئولیت د سپارلو او له هغه هېواد سره د اورګاډي د پټلۍ د تړون د نهايي کېدو په اړه مفصلې خبرې وشي.
 
د دې ادارې چارواکي هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته به د حیرتان - مزارشریف د اورګاډي له پټلي څخه د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر بیا پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcbfsb59rhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته