دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 265367
په هلمند کې د رود د کیندلو پروژه پیل شوه
د نیمروز ولایت چارواکو د هلمند سیند د کیندلو بهیر پیل کړی دی. د دوی په وینا دا پروژه به ۱۳ کیلومتره اوږدوالی ولري او ۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
افغان غږ خبری آژانس: د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې د هلمند د لوى سمندري حوزې (زرنج) ولسوال مولوي سيد محمد ولي اغا وويل: د يادې شوې پروژې لګښت د دولت له لوري ورکړل شوى دى.
 
ده دغه راز زياته کړه: د دغې پروژې د سربند او کيندلو د کار په بشپړيدو سره به د اوبو د ضايعاتو د مخنيوي ترڅنګ د زرنج ښار ته د اوبو د بهيدو د سرعت په زياتوالي کې هم اغيزمن تمام شي.
 
په نیمروز کې دغه سیمه ییز چارواکی هم ټینګار کړی: د اسلامی امارت لخوا د زرنج د خلکو د رضایت او پر وخت خدمات وړاندې کولو په موخه، د کمال خان بند څخه تر زرنج پورې د هلمند سیند د کیندلو او استخراج لپاره پرله پسې هڅې روانې دی.
 
دغه راز د انرژۍ او اوبو وزارت د انجنيري خدمتونو عمومي رئيس انجنير عبدالغفور عمري په خپلو خبرو کې وويل: په نيمروز ولايت کې د هلمند د رود د کیندلو پروژه د ١٣ کيلومترو په اوږدوالي او ٢٥ متره سور سره پيل شوي.
 
له بلې خوا د هلمند د سمندري حوزې مشر قاري عبدالهادي هادي وايي، د هلمند د رود د کیندلو موخه د نيمروز ولايت د اوسېدونکو د څښاک او کرنيزو اوبو ستونزې هوارې کول دي.
 
https://avapress.com/vdcepn8wfjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته