افغان غږ خبری آژانس - کابل: په هغه اعلامیه کې چې نن دوشنبه (دلو ۲۴) خپره شوې، ویل شوي چې راډیو په نړۍ کې د دودیزو اوریدونکو رسنیو په توګه پېژندل کېږي.
د اعلاميې له مخې، په داسې حال کې چې سږ کال د راډيو نړيواله ورځ نمانځل کېږي، په افغانستان کې نږدې نيمايي راډيوګانې د بېلابېلو دلايلو له امله غير فعالې شوې دي.
د دې اعلامیې له مخې افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې شاوخوا یوه پېړۍ وړاندې یې راډیويي دستګاه فعاله کړه او ډېری خلک یې د راډیويي څپو له لارې راډیويي خپرونو ته لاسرسی درلود.
د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړې ادارې زیاته کړې، چې راډیو د وخت یوازینۍ تفریحي او معلوماتي رسنۍ ده او په افغاني ټولنه کې یې د اطلاعاتو په رسولو او خپرولو کې مهم رول لوبولی دی.
د نی په خپرهخ شوي اعلامیه کې راغلي: سږ کال په داسې حال کې د راډیو نړیواله ورځ نمانځل کېږي، په افغانستان کې ۴۸ سلنه رسنیو په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او ننګونو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.
د یونیسکو په وینا، راډیو لاهم په نړۍ کې "تر ټولو د باور وړ او د لاسرسي وړ وسیله" ده.
د راډیو ټرانسمیټر شاوخوا سل کاله وړاندې په افغانستان کې رامنځته شو. او تر ۲۰۰۱ کال مخکې په افغانستان کې یوازې (د شریعت غږ) راډیو فعاله وه، چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د جمهوري حکومت تر نسکورېدو پورې د وروستیو شمېرو له مخې هغه مهال په هېواد کې ۳۰۷ راډیوګانې فعالې وې.