دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 265446
په تیر یوه کال کې ۸۰۰ بهرني خبریالان افغانستان ته سفر کړی دی
د اسلامي امارت اطلاعاتو ته د لاسرسي د څانګې مشر هدایت الله هدایت وايي، تر دې دمه څه باندې ۸۰۰ بهرني خبریالان د پېښو د پوښښ لپاره افغانستان ته راغلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: هدایت الله هدایت؛ د اسلامي امارت اطلاعاتو ته د لاسرسي ادارې مشر پرون (دوشنبه، دلو ۲۴ ) د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې دا مهال په افغانستان کې د ۲۰۰ راډیوګانو او ۱۴ بهرنیو رسنیو په ګډون له ۳۶۷ څخه زیاتې رسنۍ فعالیت کوي.
 
هغه دا هم وویل چې تر اوسه له ۸۰۰ څخه زیات بهرني خبریالان افغانستان ته د «حقیقتونو د انعکاس» لپاره راغلي دي.
 
ښاغلي هدایت زیاته کړه چې "زموږ مشرتابه د دې شمېر خبریالانو لپاره ښه چاپېریال جوړ کړی او د هغوی خوندیتوب یې ډاډمن کړی دی."
 
ښاغلي هدایت د «شریعت په چوکاټ» کې د رسنیو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، اسلامي امارت د «اسلامي او ملي ارزښتونو» په نظر کې نیولو سره په هېواد کې د بیان آزادۍ او د رسنیو بشپړ ملاتړ ته ژمن دی.
 
نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو رسنیو د تړل کېدو لامل اقتصادي ستونزې دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې ذبیح الله مجاهد؛ څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ویاند د پوهنتون د استادانو په علمي غونډه کې وویل چې هغو رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې «یوازې منفي خبرونه خپروي.
 
ښاغلي مجاهد چې د کابل پوهنتونونو د استادانو په علمي غونډه کې يې خبرې کولې وويل: ځينې خپرونې چې له هېواده بهر د امارت پر ضد خپرېږي ټولې منفي دي، مثبتې او لاسته راوړنې نه منعکسوي.
 
د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې د رسنیو فعالیتونه باید د اسلامي اصولو، ملي ګټو او ملي وحدت په چوکاټ کې وي.
 
https://avapress.com/vdcc0pqie2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته