دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 265515
په هرات کې د کرونا د واکسین د تطبیق بهیر سبا پیلېږي
د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، نن (چهارشنبه، دلوې ۲۶) به د هېواد په لوېدیځو سیمو کې د کرونا ویروس د واکسین د بوسټر دوز تطبیق پیل شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: په هرات کې د لوېدیځې حوزې د واکسین مشر ډاکټر عبدالواحد رحمانی وایی: د کرونا د نړیوال واکسین په دې پړاو کې به په هرات کې ۳۸۵ زره کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وی، واکسین شی.
 
د هغه په ​​وینا، د واکسین ګرځنده ټیمونه به د کلیو په ټولو جوماتونو کې شتون ولري او هر وګړی کولی شي د کورونا واکسین ترلاسه کړي.
 
ډاکټر رحماني ټینګار وکړ: د واکسین په دې پړاو کې به له اتلس کلنۍ څخه کم عمر لرونکي او امیندواره میرمنې واکسین نه شي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: د کرونا واکسین کمپاین سبا چهارشنبه په هرات او فراه ولایتونو کې پیل شي، خو په غور او بادغیس ولایتونو کې به د سړې هوا له امله کمپاین ونه شي.
 
د هېواد په لوېديځه حوزه کې د واکسيناسيون رييس څرګنده کړه، چې د هرات له ١٩ ولسواليو څخه په درېيو ولسواليو "چشت، کشک کهنه او فارسى" کې به د سړې هوا او د سړکونو د ستونزو له امله پيل نه شي.
 
هغه زیاته کړه: د سړې هوا او د تنفسي ناروغیو د خپرېدو له امله د هېواد د عامې روغتیا وزارت په حکم به سبا په افغانستان کې د کرونا واکسین دغه پړاو پیل شي.
 
په همدې حال کې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نعيم الحق حقاني هم وويل: له رسنيو سره په څنګ کې د جوماتونو امامانو او د سيمې له مخورو هم لازمه ده چې د واکسيناسيون د ټيمونو د خلکو په خبرولو کې همکاري وکړي.
 
ده ټینګار وکړ: د هرات سیمه ایزه اداره په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د دغه نیک اقدام هرکلی کوي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې د چین په ګډون نورو اسیايي هېوادونو کې بیا د کرونا ویروس په پراخه کچه خپور شوی او دغه خطرناک تنفسي ناروغي هره ورځ خلک وژني.
 
په تېرو څو کلونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره په افغانستان کې هم خلک قرباني شوي او ګڼې کورنۍ یې وېرېدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcjvie8iuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته