دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 265545
د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت جدي مبارزه روانه ده/ له افغانستان څخه ګاونډي هېوادونه نه ګواښل کېږي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له افغانستان څخه د پخواني شوروي د سرو لښکرو د ماتې او وتلو د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت د داعش ډلې پر وړاندې جدي مبارزه کړې او له افغانستان څخه ګاونډي هېوادونه نه ګواښل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقی له افغانستان څخه د شوروی د سرو لښکرو د ماتې او وتلو د ورځې د نمانځلو په مراسمو کې چې نن چهارشنبه د دلوې ۲۶ مه په کابل کې جوړ شوی وو، په وینا کې وویل: نن ټول نظامي وسايل تنظيم شوي دي، هغه الوتکې چې پرون يې پر خلکو بمونه غورځول، نن هماغه الوتکې خلک له سيلابونو ژغوري.
 
متقي زياته کړه: "که داعش د افغانستان په کوم کونج کې وي، سر به يې ووهو او له افغانستان څخه هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نشته."
 
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دا هم ویلي چې نړۍ د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی، هیله ده افغانان په دې پوه شي.
 
امیرخان متقی همداراز وویل چې له ۴۴ کلونو وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یوه ټوټه ځمکه هم د بل تر واک لاندې نه ده، نړۍ د افغانانو دا پرمختګ نشي زغملای.
 
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد له افغانستان څخه د شوروي سرو لښکرو د ماتې او وتلو د نمانځنې په مراسمو کې وویل: افغانان دې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي، څو د تېر په څېر دې ترخې خاطرې ته ور وګرځي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې امريکا په خپل ټول توان سره پر افغانستان بريد وکړ، خو افغانانو په تش لاسونو سره مخامخ شول او خپل ځانونه يې قرباني کړل او خداى دې دغه ستر ځواک ته ماتې ورکړي.
 
د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته کړه: د افغانستان خلکو د هیڅ ځواک غلامي نه ده منلې او تل یې د نړۍ زبرځواکونو ته ماتې ورکړې ده.
 
خو د افغانستان د شیعه علماو د شورا مرستیال محمد اکبری هم په دې مراسمو کښې وویل: زمونږ ملت د ختیځ او لویدیځ دواړو یرغلګرو ته ماتې ورکړه.
 
محمد اکبري ټینګار وکړ چې افغانانو ثابته کړې چې د اسلامي هویت او ملي خپلواکۍ د ساتلو لپاره به هر ډول قربانۍ ورکړي.
 
د افغانستان د شيعه علماوو شورا مرستيال زياته کړه چې د افغانستان د خلکو لپاره دوه څيزونه ډېر مهم دي، لومړى اسلامي هويت او دويم ملي خپلواکي، افغانانو د دغو دوو ارزښتونو د ساتنې لپاره څو ځلې خپل مالونه او سرونه قرباني کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcc0pqip2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته