دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 265659
د افغانستان مرکزي بانک ۱۷ میلیونه ډالره لیلاموي
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د یکشنبې په ورځ (۱۱/۳۰/۱۴۰۱) به د دغه بانک له خوا (۱۷) میلیونه امریکايي ډالره لیلام شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان مرکزي بانک نن (شنبه،دلوې ۲۹) له بانکونو او د پیسو د تبادلې او پیسو د خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
 
مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام د ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
 
دغه بانک زیاته کړه چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د راکړې ورکړې جزوي تصفیه اجازه نه لري، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپلې د راکړې ورکړې پیسې په ټاکلې موده کې د افغانستان مرکزي بانک ته وسپاري.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان مرکزي بانک ۱۷ میلیونه افغانۍ لیلام کړې وې.
https://avapress.com/vdciwwar3t1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته