دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 265733
زلزلې د بدخشان ولایت ولړزاوه
نن د بدخشان ولایت چشت ته څېرمه د ریښتر په کچه ۴،۷ درجې زلزلې ولړزاوه. تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: بدخشان ولایت د تېرې اونۍ په سر کې د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا د زلزلې شاهد و.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغې زلزلې نن د بدخشان ولايت د چشت ولسوالۍ ځينې برخې ولړزولې.
 
د امریکا د زلزلې مرکز ویلي چې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۴،۷ درجې و او ویلي یې دي چې د دې زلزلې مرکز بدخشان او د تخار ځینې برخې وې.
 
تر اوسه د دغې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو او احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ د يوې زلزلې له امله په بدخشان او تخار ولايتونو کې لسګونه کورونه ويجاړ شوي وو. په ځینو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې یو ماشوم د خټو لاندې ورک شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbfsb5frhb0zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته