افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون ګارډین ورځپاڼې د افغانستان په روغتونونو کې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې اسلامي امارت په کابل او مزارشریف کې درملتونونو او قابله ګانو ته ورغلي او هغوی ته یې اخطار ورکړی، چې د حمل مخنیوی هیڅ ډول نسخه دې نه ورکوي. دا راپور د افغانستان د خوړو او درملو د ادارې د ویاند له غبرګون سره مخ شوی دی.
د دغه راپور په غبرګون کې د افغانستان د خوړو او درملو د ادارې ویاند جاوید هژیر له ملی ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: هغه ادعاوې چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د حمل ضد درملو کارول منع دی، حقیقت نه لری.
هغه زياته کړه، د خوړو او درملو اداره د لوړ کيفيت لرونکو درملو د واردولو په برخه کې هم اسانتياوې په پام کې لري چې د ټولنې اړتيا ورته لري.
همدارنګه ملي تلویزیون په خپل راپور کې د ښځینه ډاکټرانو له خولې ویلي چې د زیږون تر منځ وقفه په کورنیو کې نظم رامنځته کوي.