دخپریدو نیټه :شنبه ۶ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 266015
د تورخم لاره په بشپړه توګه پرانستل شوه
د تورخم دروازه له نن سهار راهیسې په بشپړه توګه پرانیستل شوې او د لارې دواړو غاړو ته مسافر او سوداګریز موټر په عادي ډول تګ راتګ کوي.
افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس نور محمد حنیف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تورخم دروازه نن د شنبې په ورځ (حوت ۶) له سهار راهیسې د هر ډول ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
 
د اعلامیې پر بنسټ، د تورخم په دواړو غاړو کې د مېشتو افغانانو ستونزه حل شوې او اوس افغان مسافر کولای شي هېواد ته راستانه شي.
 
بل خوا په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت هم اعلان کړی، چې د تورخم دروازه په بشپړه توګه د دواړو غاړو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.
 
دغه سفارت نن په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره له دواړو غاړو خلاصه شوې ده.
 
په همدې حال کې د ننګرهار سیمه ییز چارواکي هم تاییدوي چې د تورخم لاره د مسافرو او سوداګریزو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.
 
د یادولو وړ ده چې د تورخم دروازه د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ له وسله والې نښتې وروسته د دوشنبې په ورځ د هر ډول مسافرو او سوداګریزو توکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
 
په داسې حال کې چې د تورخم لاره لا هم د ټرافیکو پر مخ تړلې وه، د سه شنبې په ورځ د دفاع وزیر خواجه محمد آصف او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې د مشر جنرال ندیم انجم په مشرۍ د پاکستان یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.
 
بلخوا په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې دغه لار به د اګست په څلورمه نېټه د پنجشنبې په ورځ پرانستل شي. خو دوه ورځې وړاندې د تورخم لاره له پرانېستلو څو ساعته وروسته بېرته تړل شوې وه. د اسلامي امارت چارواکو اعلان وکړ چې دغه لاره د دوی له لوري پرانستل شوې ده، خو پاکستاني لوري د مسافرو او لاریو د تګ راتګ مخه نیولې ده.
 
https://avapress.com/vdcfyvd0tw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته