دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۲۸
د مطلب کود : 266143
د هېواد په دوو ولایتونو کې له څه باندې درې زره کورنیو سره د خوراکي او نغدي مرسته وشوه
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په پروان ولایت کې پر ۱۰۳۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو د نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل شوې او په ورته وخت کې په غزني ولایت کې پر ۲۱۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت نن دوشنبه (کب ۸) په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې په پروان ولایت کې له ۱۰۳۵ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش بهیر پیل شوی دی.
 
دغه وزارت همدا راز وویل چې د امید انسټیټیوټ د پروان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست او د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې په همکارۍ پر ۱۰۳۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو چې مخکې په سیاه ګرد او سالنګ ولسوالیو کې سروې شوې وه، نغدې پیسې ووېشل شوې.
 
وزارت زیاته کړې، چې د دې پروسې په لومړي پړاو کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۱۲۷۶۰ افغانۍ ځانګړې شوې او د وېش لړۍ یې رسماً پیل شوې ده.
 
په همدې حال کې د خوړو نړیوال سازمان د هیلتو انسټیټیوټ او د غزني ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست په همغږي د غزني ولایت په اب بند ولسوالۍ کې پر ۲۱۵۰ زیانمنو او بې وزله کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشله.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته پنځوس کیلو اوړه، پنځه لیتره غوړي، شپږ کیلو ډالر او یوه بسته مالګه شامله وه.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پر یو شمېر اړمنو او بې وزله کورنیو نغدي او خوراکي مرستې وېشل شوې وې.
 
د يادونې وړ ده، چې د روان کال په پيل کې د سختو سيلابونو له امله د پروان ولايت او د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو ډېر خلک اړ شوي وو.
 
https://avapress.com/vdchk-nix23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته