دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 266218
افغان سرې میاشتې په تېرو نهو میاشتو کې له بې وزلو سره نږدې ۴۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې یې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې له زلزله ځپلو، وچکالۍ، سېلاب ځپلو، بې وزلو او اړمنو سره د ۴۳۴،۶۹۰،۳۰۰ افغانیو نغدي مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې هرې کورنۍ ته نږدې ۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
 
سرې میاشتې ویلي، چې دغه کورنۍ د کابل، بادغیس، پنجشیر، پکتیکا، سمنګان، خوست، اروزګان، پروان، زابل، کندهار، لغمان، لوګر، میدان وردګو، ننګرهار، بغلان، تخار، پکتیا، جوزجان، غزنی، فاریاب، کنړ، کندز او دایکندي په ولایتونو کې دي.
 
په تېرو څو ورځو کې د افغان سرې ټولنې هم په نورستان، لغمان، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې پر زرګونو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې نړيواله ټولنه تل د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د فقر او لوږې د زياتوالي په اړه اندېښمنه ​​ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د سرې مياشتې ټولنې ترڅنګ په هېواد کې نورې کورنۍ او بهرنۍ مرستندويه ادارې هم له اړمنو سره د مرستو په رسولو کې فعاليت لري.
 
https://avapress.com/vdca6inua49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته