دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 266399
د ایټالیا په اوبو کې ۳۲ افغانان ډوب شوي
په ايټاليا کې د افغانستان سفارت وايي، د ايټاليا په سوېل کې د کروتون په ښار کې د ډوب شويو کډوالو د هويت تر تاييد وروسته، تر اوسه د وژل شويو افغانانو له ډلې ٣٢ يې پېژندلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوه ټوېټ کې ویلی چې د ایټالیا په سویل کرتون ښار کې د ډوب شویو کډوالو د هویت تر تایید وروسته د ۳۲ وژل شویو افغان اتباعو هویت ترلاسه شوی دی.
 
سفارت زیاته کړه چې په روم کې د افغانستان سفارت مشرتابه د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له استازي سره په کتنه کې له افغان کورنیو سره د همکارۍ په برخه کې د اړتیاوو د پوره کولو غوښتنه وکړه.
 
د دغه سفارت د معلوماتو پر بنسټ، له پېښې وروسته د دغه هېواد ۵ اتباع د کروتون په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
 
په همدې حال کې یو شمېر افغانانو د یونان په اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د يادونې وړ ده، چې د بې وزلۍ او وزګارۍ په څېر ډېرى وګړي په ناقانونه توګه کډوالي کوي او لا هم په ميليونونو افغانان په لوېديځو هېوادونو کې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
 
https://avapress.com/vdcaoinuo49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته