دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 266404
په هرات کې د داعش شپږ غړي ووژل شول
په هرات ولایت کې سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د داعش ډلې پر یوه پټنځای برید کړی او شپږ مخالفین یې وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس دغه خبر تاییدوي او وايي چې تېره شپه (جمعه د وږي ۱۲مه) شاوخوا لس بجې امنیتي ځواکونو د داعش ډلې پر یوه پټنځای د هرات ښار په څوارلسمه ناحیه د رباط کابلی ها په سیمه کي د ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره شول.
 
دوي زياته کړي: دغه عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل او په نتيجه کې يې د يوې ښځې په ګډون شپږ تنه مخالفين ووژل شول.
 
مولوي الياس دغه راز يادونه وکړه: له دغو مخالفينو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
 
د هرات د والي وياند دغه راز وويل: په دغو پوځي عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او د اسلامي امارت نظام هڅه کوي چې د ټول هېواد امنيت تامين کړي.
 
دغه عمليات دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ له خوا ترسره شول .
 
ویل کیږي چې دا دویم ځل دی چې امنیتي ځواکونو په هرات کې د داعش پټنځایونه په نښه کړي او د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې یې له منځه وړي دي.
 
هرات د هېواد په لوېدیځ کې یو له نسبتا امنو ولایتونو څخه دی.
 
https://avapress.com/vdchv-nik23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته