دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۷:۰۳
د مطلب کود : 266558
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر په مالي همکارۍ د نجونو د یوه ښوونځي او د ځوانانو لپاره د یوه ټولنیز مرکز د جوړولو کار پیل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن دوشنبه د حوت په ۱۵ مه په خپل ټویټر کې لیکلي چې د «سنګر د دوولسم ټولګي د نجونو ښوونځی» په دوو پوړونو کې د راستنیدونکو ماشومانو لپاره او د ټولنیز مرکز د ترمیم چارې پیل شوې. په ګلینګار ولسوالۍ کې د ۵ لکه او ۵۲ زره او ۶۱۹ ډالرو په لګښت د ځوانانو د استفادې لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د دفتر په مرسته د لغمان ولایت د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د یوه کال په موده کې جوړیږي.
 
د مهاجرینو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یادې ودانۍ د ګټې اخیستنې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ولایت د چارواکو او د مرستندویه ادارو له خوا شریکې شوې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په خوست ولايت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي پرانيستل شول.
https://avapress.com/vdchm-ni623n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته