دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 266859
په هرات کې د پولیو د واکسین د پسرلني پړاو په تطبیق سره ۷۲۰ زره ماشومان واکسین کیږي
د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د پولیو واکسین د پسرلني پړاو تطبیق پرون یکشنبه (حوت ۲۱) د دغه ولایت د سیمه ییزو او روغتیايي چارواکو په حضور کې پیل شو. په دې پړاو کې به ۷۲۰ زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.
افغان غږ خبری آژانس: د هرات ولایت د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر محمد آصف کبیر وايي، د پولیو د واکسین د کمپاین په دې پړاو کې به په ټول هرات کې ۷۲۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، واکسین شي.
 
هغه زیاته کړه: په دې پړاو کې به له ۹ میاشتو څخه ۶۴۸ زره ماشومانو ته د ویټامین (A) څاڅکي ورکړل شي.
 
د هرات د عامې روغتيا مرستيال زياته کړه: په تېرو دوو کلونو کې په هرات کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو لا هم له پاکستان څخه د دغه ويروس د خپرېدو په اړه اندېښنې شته.
 
په همدې حال کې د هرات ولايت د حج او اوقافو او اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين له خلکو څخه غواړي چې د دغه کمپاين د برياليتوب لپاره له مسوولينو سره همکاري وکړي.
 
ټاکل شوې چې د پولیو د کمپاین دغه پړاو نن دوشنبه (کب ۲۲) پیل شي او څلور ورځې به دوام وکړي.
 
https://avapress.com/vdcbs0b59rhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته