دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 266901
په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ نن دوشنبه (کب ۲۲) په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ. ټاکل شوې چې دغه پروګرام د روانې اونۍ تر پنجشنبې پورې دوام وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په پام کې ده چې په دغه پروګرام کې په ټول هیواد کې څه باندې نهه میلیونه او څلور سوه زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وی، د پولیو په وړاندې واکسین شی.
 
خو د بامیان، دایکندي او غور ولایتونه او د هېواد یو شمېر نورې سیمې د سختې یخنۍ له امله په دې پروګرام کې نه دي شاملې.
 
دغه راز په دغه کمپاین کې د شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پورې ماشومانو ته د مختلفو ناروغیو په وړاندې د معافیت د زیاتوالي په موخه ویټامین اې ورکول کیږي.
 
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي: د عامې روغتیا وزارت رهبري هوډ لري چې ژر تر ژره له افغانستان څخه پولیو له منځه یوسي او په دې برخه کې وروستي پرمختګونه هیله بښونکي دي.
 
پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې د واکسيناسيون په واسطه يې مخنيوى او له منځه وړل کيداى شي.
 
د عامې روغتیا وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې په دې برخه کې له دوی سره همکاري وکړي او خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.
 
هر هغه ماشوم چې په دې ناروغۍ اخته شي د ټول عمر لپاره به فلج پاتې شي. دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې په هېواد کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او تېر کال یوازې په پکتیکا او کنړ کې د ماشومانو د فلج دوه پېښې ثبت شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcjyme8vuqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته