دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 266939
د ۴۰ میلیونو ډالرو نوې بسته کابل ته راورسېده
د افغانستان مرکزي بانک وايي، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو له لړۍ څخه د څه باندې څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت د مرستو یوه بسته نن سه شنبه (کب ۲۳) کابل ته راورسېده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد د مرکزي بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د لړۍ د یوې برخې په توګه څه باندې څلویښت میلیونه امریکايي ډالره نغدي مرسته کابل ته استول شوې ده.
 
مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
 
له افغانستان سره د بشري نغدي مرستو له پیل راهیسې دا ۶۲مه مرسته ده چې د نغدو پیسو په بڼه کابل ته رسېږي او د هېواد یو سوداګریز بانک ته استول کېږي. تېره اوونۍ د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دوه کڅوړې کابل ته راورسېدې.
 
د خپرو شويو شمېرو له مخې، د ٤٠ ميليونه ډالرو په ارزښت ٢٩ کڅوړې او د ٣٢ ميليونو ډالرو په ارزښت له ٣٠ زياتې کڅوړې افغانستان ته رسېدلي دي.
 
د دغو احصایو له مخې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو مجموعي اندازه څه باندې دوه میلیارد او ۱۱۳ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
 
په ورته وخت کې مرکزي بانک له اصولي او قانوني لارو هېواد ته د اسعارو د ننوتلو هرکلی کوي او د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د قدردانۍ ترڅنګ یې له افغانستان سره په نورو مالي او بانکي برخو کې د ښه بانکي اړیکو غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcaeinuo49nio1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته