دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 266949
د ګډو امنیتي تړونونو سازمان سرمنشي د تاجکستان له ولسمشر سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان له عمومي منشي ایمانقلي تاسماگامبتوف سره په کتنه کې د افغانستان د وضعیت، د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د نړیوالو فعالیتونو د پراختیا او د پوځي تجهیزاتو د زیاتوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د تاجکستان د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې، دغه غونډه پرون (دوشنبه، کب ۲۲) د تاجکستان په پلازمینه دوسنبه کې جوړه شوه.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د سياسي همکاريو د پياوړتيا، د امنيتي تړون د سازمان د نړيوالو فعاليتونو د پراختيا او د پوځي او اقتصادي همکاريو د زياتولو په باب خبرې وکړې.
 
د تاجکستان ولسمشر او د ډله ییز امنیت د تړون سرمنشي هم له ترهګرۍ، افراطیت، د نشه يي توکو قاچاق او سایبري جرمونو په ګډون له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د هر اړخیزو کارونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcba0b59rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته