دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 267082
د اسلامي امارت رهبر: د هېواد په ګمرکونو کې دې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي
د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د افغانستان د ګمرک له مسئولینو سره په کتنه کې د هېواد د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتیاوو په برابرولو د ټینګار ترڅنګ له ګمرکونو څخه وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هیواد د ګمرکونو له مسئولینو سره د اسلامی امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د لیدنې خبر ورکړی.
 
په دې کتنه کې ملابت الله اخندزاده د ګمرک له مسوولينو وغوښتل چې خپل مسووليتونه په بشپړه توګه سرته ورسوي.
 
د اسلامي حاکم نظام لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کول، له خلکو سره ښه چلند، سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول او په نورو اړوندو برخو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکمونو څخه دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د مالیې وزارت د افغانستان د ګمرکونو په تاریخ کې د ګمرکونو د عوایدو لوړه کچه اعلان کړه او ویې ویل، چې د مالي کال له پیله تر اوسه سل میلیارده افغانۍ عواید راټول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaa0nuu49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته