دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۵
د مطلب کود : 267112
عمران خان په محکمه کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته لاړ
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان په محکمه کې د ګډون لپاره تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په لاهور کې له خپل استوګنځي څخه اسلام آباد ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان محکمې ته د حاضرېدو هوډ کړی او د دغه هېواد حکومت محکمې ته غځېدلي سړکونه په کانټینرونو بند کړي.
 
ویل کېږي، چې عمران خان له شاوخوا یوې اونۍ تعقیب وروسته نن سهار د اسلام آباد په یوه محکمه کې د حاضرېدو لپاره په لاهور کې له خپل استوګنځي (زمان پارک) څخه وتلی.
 
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د لومړي وزیر په توګه د خپلې دورې پر مهال په غیر قانوني توګه د دولتي شتمنیو په پلورلو او د خپلو شتمنیو په پټولو تورن شوی دی.
 
په زمان پارک چې د هغه استوګنځی ده، د یوې اونۍ لپاره محاصره شوی و. پولیس د هغه د نیولو لپاره د هغه د کور په شاوخوا کې موجود وو، خو د عمران خان پلویانو د هغه د نیولو اجازه ورنکړه.
 
د عمران خان د پلویانو او پاکستاني پولیسو ترمنځ دا نښته څو ورځې روانه وه، چې دواړو لورو ته په کې سلګونه کسان ټپیان شول.
 
عمران خان د جمعې په ورځ ومنله چې د پرېکړې له مخې به عدالت ته حاضرېږي او په محکمه کې د حاضرېدو پر مهال به یې د سمارټ فون خدمات محدود وي.
 
هغه وويل، چې په محکمه کې د هغه د نيول کېدو ډېر امکان شته، خو بيا به هم د ځواب لپاره حاضر شي.
 
https://avapress.com/vdcezf8wwjh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته