دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 267306
کرزي د انګلستان له پاچا او پخوانیو افغان سیاستوالو سره وکتل
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي لندن ته د پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د انګلستان له پاچا درېیم چارلس او د دغه هېواد له یو شمېر پخوانیو سیاسي شخصیتونو سره کتلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په یوه پنځه ورځني سفر لندن ته تللی دی.
 
په لندن کې د افغانستان پخواني سفیر سید طیب جواد ویلي، چې ښاغلي کرزي په لندن کې د انګلستان له پاچا چارلس درېیم، د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له ځانګړي استازي او یو شمېر افغانانو سره وکتل.
 
په لندن کې د افغانستان پخوانی سفیر وايي چې ښاغلي کرزي د افغانستان د پخواني حکومت له یو شمېر سیاسي څېرو او چارواکو سره لیده کاته درلودل.
 
بي بي سي د ښاغلي جواد له قوله ویلي چې د افغانستان د پخواني ولسمشر د خبرو اصلي تمرکز "د اسلامي امارت او د حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ د بین الافغاني خبرو زمینه برابرول وو".
 
ویل کېږي چې کرزی تېره شپه له لندن څخه وتلی دی. نوموړي دوه میاشتې وړاندې جرمني او ترکیې ته هم سفر کړی و.
 
https://avapress.com/vdcjyae8muqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته