دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 267633
په ارزګان او نیمروز کې د سېلابونو له امله څه باندې ۳۰۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي
د اسلامي امارت د ارزګان او نیمروز ولایتونو له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مسؤلین خبر ورکوي، چې د پرله پسې اورښتونو له امله د دغو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي، چې لږ تر لږه ۳۰۰ کورنیو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اروزګان ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس حاجي خالد پرون چهارشنبه د حمل په ۹مه وویل چې دغه سېلابونه د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې راوتلي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د سېلابونو په پايله کې د خلکو کورونه ويجاړ، څاروي له منځه تللي او کرنيزې ځمکې يې ويجاړې شوې دي.
 
هغه وويل، چې د بشري مرستو د کارکوونکو په همکارۍ په بېلابېلو سيمو کې له خلکو سره بېړنۍ مرستې شوې دي.
 
هغه زياته کړه، چې دغو سېلابونو څه باندې سل کورنيو ته مالي زيانونه اړولي دي.
 
له بلې خوا په نيمروز ولايت کې د اسلامي امارت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولين تاييدوي چې د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې وروستيو سيلابونو د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
 
د اسلامي امارت د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په وروستیو سیلابونو کې د استوګنې ۲۰۰ کورونه او څه باندې شپږ زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او ۳۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
 
په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې په دې وروستیو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، واورو او سېلابونو احتمال اعلان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcc1mqi12bqee8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته