دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 267889
مرکزي بانک د خلکو د بانکي حسابونو څخه د پیسو ایستلو اندازه زیاته کړه
د هېواد مرکزي بانک وايي، چې د انفرادي حساب خاوندان کولای شي، تر دې اونۍ وروسته له خپلو بانکي حسابونو څخه ۶۰۰ امریکايي ډالر (۵۰ زره افغانۍ) وباسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هېواد مرکزي بانک پرون دوشنبه (حمل ۱۴) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه بانک پېرودونکي کولای شي له خپلو حسابونو څخه د یوي میاشتې په جریان کې د ۲ زره ډالرو په ارزښت پیسې وباسي.
 
تر دې مخکې په افغانستان کې د بانکونو انفرادي مشتریانو ته اجازه وه چې په اونۍ کې ۴۰۰ ډالر (۳۰ زره افغانۍ) او په میاشت کې ۱۲۰۰ ډالر (۱۰۰ زره افغانۍ) له خپل حساب څخه وباسي.
 
د افغانستان مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه د "پیرودونکو د پیسو د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او د مالي ستونزو د هواري" او همدارنګه د بانکي خدمتونو د وړاندې کولو د اسانه کولو له امله شوې ده.
 
دغه بانک همدارنګه زیاته کړه: "له شرکتونو حسابونو څخه د ایستلو اندازه پنځه سلنه ټاکل شوې چې باید په میاشت کې له ۴۰۰۰۰ امریکایي ډالرو څخه زیاته نه وي، په داسې حال کې چې پخوا دا اندازه ۲۵۰۰۰ امریکایي ډالره وه."
 
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد بانکي سیستم له سیاسي بدلونونو وروسته بېرته عادي حالت ته نه دی راغلی. بانکونه اوس هم په افغانستان کې دننه او بهر د مالي راکړې ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
 
تر دې مخکې په یوه راپور کې ملګرو ملتونو د افغانستان د بانکونو د فعال ساتلو لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه کړې وه. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې د پورونو په ورکولو کې د خلکو د بې کفایتۍ زیاتوالی، د بانکي زیرمو کموالی او د مایعاتو کموالی ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان د مالي سیستم د سقوط لامل شي.
 
https://avapress.com/vdcfced01w6dvca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته