دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 268034
د قدس د نړیوالې ورځې مظاهرې باید د اسلامي امارت او په افغانستان کې د خلکو په ګډون تنظیم او ملاتړ يي وشي
د تبيان کلتوري او ټولنيزو فعاليتونو د مرکز عمومي رييس د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتي دي چې د فلسطين او قدس وروستيو پيښو او په تېره بيا د الاقصي جومات د بريد او بې حرمتي په پام کې نيولو سره د سږ کال د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری افغان حکومت ته د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د مظاهرو د ترسره کولو وړاندیز وکړ او ویې ویل: د فلسطین مسئله د اسلامی نړۍ یو له مهمو مسئلو څخه ده او له اسرائیلو څخه د قدس شریف د آزادۍ موضوع ته په اشارې سره څرګنده کړه: د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو مرکز په دې ویاړی چې د خپل تاسیس له وخته یې په مرکزی بڼه دغه موضوع مطرح کړې ده او د بشری حقوقو د غورځنګ ملاتړ کوی. د فلسطین د نیواک او د صهیونیسټ رژیم له نیواک سره د مقابلې او د هغو د جنایتونو د څرنګوالی په افشا کولو سره په افغانستان کښې د قدس نړیواله ورځ تاسیس شوه او له ډیرو کلونو راهیسې یې د دغه غورځنګ مرکزی مشر او تنظیم کوونکی وو او د دغه غورځنګ د کلتوری کولو په لاره کښې یې پراخ فکری کارونه ترسره کړل، نو ورو ورو نور شخصیتونه او بنسټونه هم داخل شول او له کابل او ځینو نورو ولایتونو څخه هم د فلسطین او قدس شریف په اړه د بېلا بېلو پروګرامونو شاهدان وو او اوس دوی هم دغه موضوع تعقیبوي.
خو دې ته په پام سره چې له نږدې دوو کلونو راهیسې د استکبار ضد روحیې او د امریکا او نړیوال صهیونزم په مقابل کې یو اسلامي جوړښت په افغانستان کې حاکم دي او د دغه هېواد عمومي مدیریت په غاړه لري، حسینی مزاري وویل: پکار ده چې اړوندې ادارې دې دغې مهمې مسئلې ته پام وکړي او د قدس د نړیوالې ورځې مظاهرې د خلکو په ګډون سره تنظیم کړي.
هغه څرګنده کړه چې د تبیان مرکز په دې خبرو کې له حکومت سره په صحنه کې دی او جدي همکار به وي.
دغه فرهنګي او ټولنیز فعال اسلامي امارت ته په ښکاره او څرګند ډول وړاندیز وکړ چې په نیول شویو سیمو کې د وروستیو پرمختګونو او د قدس د نیواکګر رژیم د عسکرو لخوا د الاقصی جومات بې حرمتي او د څه دپاسه ۴۰۰ کسانو د نیول کیدو په اړه په ځانګړې توګه د اسلامي امارت له لوري په کلکه غوښتنه کوو چې د قدس په نړیوال ورځ مظاهري وکړي.
په عین حال کښې په الاقصی جومات د صهیونیسټی پوځیانو له وحشیانه حملې وروسته د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره دغه حمله په کلکه غندلې ده او ویلی یې دی: د بې ګناه فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلی پوځیانو دغه ډول بشر ضد کړنې. د سپېڅلو ځایونو بې حرمتي ښکاره سرغړونه ده، نړیوال قوانین اسلامي او بشردوستانه نه دي او د نړۍ د مسلمانانو احساسات پاروي او ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی کوي.
دا دوهم ځل دی چې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې په نیواکګرو سیمو کښې د صهیونیسټی رژیم جنایتونه په کلکه غندی.
 
https://avapress.com/vdcipvar5t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته